Home افغانستان طالبانو د راستنېدونکو لپاره د نېږدې ۴ میلیونه ډالرو مرستې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی
افغانستان

طالبانو د راستنېدونکو لپاره د نېږدې ۴ میلیونه ډالرو مرستې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی

طالبانو د نږدې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت د راستنېدونکو لپاره د مرستو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ډنمارک د کډوالو شورا سره یې د نږدې څلور میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د هوکړه‌لیک له مخې به د یادې بودجې له لارې په کابل، غزني، میدان وردګو، پروان، کندهار، زابل، هرات، فراه، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې ۴۸ زره او ۶۴۹ راستنېدونکو، بېځایه شویو او کوربه کورنیو ته مرستې وړاندې شي.

وزارت وايي، دغه مرستې به د نغدي مرستو ترڅنګ د حقوقي، رواني او ټولنیز ملاتړ او د اوبو رسولو د سیستمونو د بیارغونې په برخو کې ولګول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version