Home نړۍ ناپایداره اسلام ‌اباد کې د ایران او امریکا د احتمالي خبرو له امله دوه ورځنۍ رخصتي اعلان شوې
نړۍ

ناپایداره اسلام ‌اباد کې د ایران او امریکا د احتمالي خبرو له امله دوه ورځنۍ رخصتي اعلان شوې

د بې ثباته پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ایران او متحده ایالات ترمنځ د احتمالي سولې خبرو د امنیت د ټینګښت لپاره په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د دوو ورځو لپاره عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

ځایي چارواکي وایي، د ښار مهمو سیمو  ته تلونکې ټولې لارې د تګ‌راتګ پر مخ تړلې دي او پراخ امنیتي تدابیر ونیول شوي دي.

د هغوی په وینا، دا ګام د احتمالي دیپلوماتیکو خبرو د خوندي ترسره کېدو لپاره اخیستل شوی دی.

له دې سره سم، د پاکستان ډېری فدرالي ادارې هم د پنجشنبې په ورځ تړلې وي.

خو د رخصتۍ او امنیتي محدودیتونو اعلان د ښار د اوسېدونکو ورځنی ژوند هم اغېزمن کړی دی. ځايي خلک وایي، د لارو تړل کېدو له امله تګ‌راتګ ستونزمن شوی، سوداګریز فعالیتونه ټکني شوي او ګڼ کسان نه شي کولی په اسانه خپلو کارځایونو او روغتیايي مرکزونو ته ورسېږي.

تمه ده دغه احتمالي خبرې د محمدباقر قالیباف او د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس په مشرۍ پیل شي. خو لا هم د دواړو لورو ترمنځ د مهمو مسایلو په اړه ژور اختلافونه موجود دي.

له بلې خوا، یو شمېر ایراني رسنیو اسلام‌اباد ته د ایران د مرکچي پلاوي د رسېدو خبرونه ناسم بللي دي. د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، یوې سرچینې ویلي، چې خبرې به تر هغه مهاله پيل نه شي چې امریکا په خپلو ژمنو عمل ونه کړي او اسرائیل هم پر لبنان بریدونه درولي نه وي.

په ورته وخت کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل حکومت ته امر کړی، چې له لبنان سره مخامخ خبرې پيل کړي.

لوېدیځ شنونکي باور لري، چې نتنیاهو ښايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر فشار لاندې د خبرو لوري ته چمتو شوی وي.

کارپوهان وایي، که څه هم پاکستان د کوربه هېواد په توګه د دې مهمې دیپلوماتیکې ناستې د امنیت د خوندي کولو هڅه کوي، خو پراخ امنیتي تدابیر او د ښارونو تړل کېدل به د لنډ مهال لپاره د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصاد منفي اغېزې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version