بلوڅ فعال او د بلوچستان جمهوریت غوښتونکي اړوند شخصیت میر یار بلوڅ ویلي، چې د بلوچستان جمهوریت د پاکستان له لوري پر افغانستان د وروستیو بریدونو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د نقض په کلکو ټکو غندنه کوي.
نوموړي د اپرېل په ۲۷مه نېټه په یوه بیان کې ادعا کړې، چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان د کونړ په ملکي سیمو توغندیز او هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې څلور ماشومان وژل شوي او لسګونه ملکي وګړي، چې ښځې، ماشومان او سپینږیري پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
میر یار بلوڅ همداراز ویلي، چې د پاکستان ځواکونو د شورابک، سپین بولدک او لقماناباد په شمول د فرضي کرښې سیمو کې هم بریدونه کړي او ملکي سیمې یې په نښه کړې دي.
هغه پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې له بلوچستانه دې خپل ځواکونه وباسي او بېرته پنجاب ته ستانه شي. نوموړي د افغانستان له اوسني حکومت څخه هم غوښتي، که پاکستان دې خبرداري ته پام ونه کړي، نو افغان ځواکونه دې د خپلې خاورې د دفاع لپاره خپل هوايي او ځمکني امکانات وکاروي.
میر یار بلوڅ ویلي: «موږ، شپېته میلیونه بلوچان، د افغان ملت ترڅنګ ولاړ یو او د خپل هویت، خاورې او خلکو د دفاع لپاره ګډې مبارزې ته چمتو یو.»
هغه پاکستان تورن کړی، چې په تېرو څو لسیزو کې یې د سیمې د بېثباتۍ، جګړو او وینې تویولو سیاست تعقیب کړی او بلوچستان او افغانستان یې د شخړو په ډګر بدل کړي دي.
میر یار بلوڅ په خپل بیان کې دا هم ویلي، چې پښتني سیمې باید له افغانستان سره یوځای او بلوچستان باید د پاکستان له کنټروله آزاد شي.
