د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وايي، د غزې د وضعیت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې دوامداره بېعملي د نړیوالو ژمنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
مکرون د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ترڅ کې ویلي، که څه هم یو شمېر هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی، خو یوازې پر کاغذ د فلسطین پېژندل بسنه نه کوي او باید په غزه کې د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره عملي اقدامات وشي.
نوموړي ویلي، د سولې د ټینګښت له ادعاوو سره سره، غزې ته د بشري مرستو د رسېدو په برخه کې لا هم کافي پرمختګ نه دی شوی او دا وضعیت یې د شرم وړ وباله.
مکرون د لویدیځې غاړې وضعیت ته په اشارې ویلي، چې هلته هره ورځ سرغړونې کېږي. هغه ټینګار وکړ چې د فلسطینیانو د مشروع حقونو، په ځانګړي ډول د هغوی د خپلواکۍ او د موجودیت د حق درناوی، د اسرائیلو او فلسطینیانو د راتلونکي امنیت لپاره اړین دی.
د فرانسې ولسمشر د لبنان په اړه هم ویلي، چې د دغه هېواد بشپړ حاکمیت د امنیت د ټینګښت لپاره مهم دی او یوازې یو بشپړ خپلواک لبنان کولای شي د حزبالله د بېوسلې کولو او د ټولو لبنانیانو او د هغوی د ګاونډیانو د امنیت د ټینګښت زمینه برابره کړي.
مکرون د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو د ژر پیل غوښتنه هم وکړه او ویلي یې دي، چې د اوکراین د ملکي وګړو او انرژۍ د زیربناوو ساتنې ته باید لا ډېر پام وشي.
هغه د انرژۍ او ملکي زیربناوو پر وړاندې د بریدونو د درولو او په تور سمندرګي کې د موقتي اوربند غوښتنه کړې، څو د غلو دانو لېږد او د خوړو د نړیوال امنیت په برخه کې اسانتیا رامنځته شي.
مکرون د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل، چې د نړیوال قانون له مخې باید بېړۍ وکولای شي په خوندي ډول له دغه تنګي تېرې شي.
هغه ټینګار کړی، چې فرانسه به د عدالت د نړیوالې محکمې او نړیوال بشري قانون ملاتړ ته دوام ورکړي او نړیواله ټولنه باید د جګړو پر مهال د نړیوال قانون د رعایت لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
