د جرمني انډيآر رسنۍ د راپور له مخې، طالبان پر یو شمېر اروپايي هېوادونو فشار راوړي چې د دوی قنسولي استازي ومني.
راپور وايي، د افغانستان سفارت په برلین کې له څو اوونیو راهیسې د هغو افغانانو د پاسپورټونو او نورو اسنادو غوښتنې نه مني، چې له بلجیم، فرانسې، سویس او اتریش څخه ورغلي وي.
د راپور له مخې، طالبان غواړي اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو د هوکړې په بدل کې د دوی قنسولي چارواکي هم ومني. په ورته وخت کې، په بروکسل، پاریس، جنیوا او ویانا کې د افغانستان سفارتونه لا هم د پخواني جمهوري نظام د ډیپلوماتانو تر ادارې لاندې دي.
د طالبان حکومت وایي، چې اوس مهال شاوخوا ۴۰ افغانې ډیپلوماتیکې استازولۍ له دوی سره په همغږۍ فعالیت کوي.
