د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، د پنجاب اعلی وزیره مریم نواز له هند سره ستونزه نه لري، خو د پاکستان له مظلومو صوبو سره ستونزه لري.
پښتین په خپلو څرګندونو کې مریم نواز ته ویلي، ایا د پاکستان پوځ د پښتونخوا او بلوچستان عام خلک د جنګي الوتکو بمبارۍ، ډرون بریدونو، جبري ورکېدنو، هدفي وژنو او جعلي قضایي سزاګانو له لارې نه دي ځپلي؟
نوموړي زیاته کړې، چې د پنجاب پوځ د پښتنو، بلوڅو، سندیانو، کشمیریانو، سرایکیانو او ګلګت بلتستان د تاریخي مېنو ویجاړولو ته دوام ورکړی او لا یې هم ویجاړوي.
د پښتین په وینا، د پنجاب هغه واکمنه طبقه چې د مظلومو قومونو تېل، ګاز، برېښنا، اوبه، ساحلي سیمې او نورې طبیعي سرچینې په دوامداره توګه اخلي، او د پنجاب پوځ چې د نوموړي په ادعا د مظلومو قومونو میلیونونه کسان وژلي، حق نه لري چې د پنجاب له حکومت څخه د «کرنل امام» د روزنیزو کمپونو په اړه د شکایتونو غوښتنه وکړي.
پښتین همداراز ویلي، چې د پنجاب سیاستوالو د مظلومو قومونو تاریخ، کلتور او ژبه ترې اخیستې ده.
