د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزارت وایي، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې یې ۲۸ نوي پوهنځي او ۲۹ نوې څانګې رامنځته کړې دي.
د وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي وایي، د کابل طبي علومو پوهنتون کې د طبي تخصص او فوق تخصص درې پروګرامونه، د دوکتورا پنځه او د ماسټرۍ ۳۳ پروګرامونه هم منظور شوي دي.
د نوموړي په وینا، په نویو پوهنځیو کې د هوايي رادار او بېپیلوټه الوتکو د سیسټم پوهنځي هم شامل دي.
د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، هڅه یې دا ده چې د پوهنتونونو علمي کادرونه تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې لوړې زدهکړې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت واک ته په رسېدو سره وخت ناوخت د لوړو زده کړو پر کیفیت د خلکو له لوري نیوکې کېږي.
