Home افغانستان ملګرو ملتونو: په افغانستان کې د ښځو پر اساسي حقونو اندېښنې تازه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو: په افغانستان کې د ښځو پر اساسي حقونو اندېښنې تازه کړې

د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا افغانستان کې خپلو اساسي حقونو ته د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو نه‌ لاسرسي څخه اندېښنه ښوولې.

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو حکومت باید د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته نور هم نږدې شي.
د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي، چې د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته د طالبانو ژمنتیا د افغانستان پرمختګ، سولې او اقتصادي ودې لپاره زمینه برابروي.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ۱۹۴۸ میلادي کال کې د ډیسمبر ۱۰مه د بشري حقونو نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.
په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، دوی اسلامي شریعت په رڼا کې د بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی.

هغه وایي،  حکومت یې د افغانانو حقوق رعایت کوي او د هغو بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی چې اسلامي شریعت منلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version