Home افغانستان جلال‌اباد کې د ۲ مېلیونه ډالرو په لګښت د غوړو تولید فابریکه جوړه شوې
افغانستان

جلال‌اباد کې د ۲ مېلیونه ډالرو په لګښت د غوړو تولید فابریکه جوړه شوې

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې یو پانګه وال د “المعیار” په نوم د ۲ مېلیونه ډالرو په لګښت له حبوباتو او تېل لرونکو نباتاتو څخه د غوړو ایستلو  فابریکه جوړه کړې.

مسؤلین وايي، دا فابریکه په ورځيني ډول د ٢٠٠ ټنه تېل لرونکو نباتاتو د پروسس، تېلو او کنجاړې ایستلو  وړتیا لري، چې اوس مهال پکې ۱۰۰  تنه په کار بوخت دي.

مسؤلین زیاتوي، په دغه فابريکه کې له سويابيو، زغر، لمرګلي او کنوله بوټو څخه تېل او غوړوي تولیدېږي.

د یادې  فابريکې مسؤلینو په وینا، ټول خام مواد دا مهال په هیواد کې دننه تامینیږي او اړتيا نشته چې د ضرورت وړ مواد له ګاونډيو هېوادونو څخه راوړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version