Home افغانستان ملګري ملتونه: د پاکستاني پوځي رژیم بریدونو په افغانستان کې ۱۵۹ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
افغانستان

ملګري ملتونه: د پاکستاني پوځي رژیم بریدونو په افغانستان کې ۱۵۹ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې په افغانستان کې د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې ۱۵۹ پېښې د پاکستاني پوځي رژیم ځواکونو هوايي او توپچي بریدونو ته منسوبې شوې دي. د راپور له مخې، په دې موده کې په افغانستان کې ټولټال ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې راغلي، چې د ارزول شوې مودې پر مهال د افغانستان په فرضي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو هوايي او توپچي بریدونه د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې له عواملو څخه وو.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو د ټولو تأیید شویو پېښو له ډلې، ۱۵۹ پېښې د پاکستاني ځواکونو بریدونو ته منسوبې شوې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې په افغانستان کې ۴۴۶ ماشومان وژل شوي او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې دي.

ملګرو ملتونو له ټولو ښکېلو لورو غوښتي، چې د ماشومانو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي او په استوګنیزو سیمو کې د چاودېدونکو وسلو له کارولو ډډه وکړي. سازمان همدارنګه د ماین‌پاکۍ او د ناچاودلو مهماتو د پاکولو د پروګرامونو د ملاتړ پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version