Home نړۍ بښنې نړۍوال سازمان: په پاکستان کې نوی قانون پټ ترهګریز محاکمات قانوني کوي
نړۍ

بښنې نړۍوال سازمان: په پاکستان کې نوی قانون پټ ترهګریز محاکمات قانوني کوي

بښنې نړۍوال سازمان ویلي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ ضد قانون تعدیل د عادلانه محاکمې حق ته جدي ګواښ پېښوي او د پټو محاکمو لپاره زمینه برابروي.

دغه سازمان د اکتوبر په ۹مه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د پنجاب ایالتي اسمبلۍ له خوا د اګست په ۳۱مه تصویب شوی تعدیل د ځانګړو امنیتي قضیو د محاکمو د بهیر، د قاضیانو، وکیلانو او شاهدانو د هویت او د محکمې د اسنادو د پټ ساتلو اجازه ورکوي.

د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، د دې قانون له مخې د محاکمو د ځانګړو امنیتي قضیو په توګه د پېژندلو معیارونه روښانه نه دي او د چارواکو پراخ واکونه د خپل‌سرو پرېکړو او د عدالت د ناسم تطبیق خطر زیاتوي.

سازمان ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د بشري حقونو او عادلانه محاکمې حق ته د زیان رسولو په بیه ترسره نه شي. د اعلامیې له مخې، دغه قانون د پاکستان له اساسي قانون او نړۍوالو بشري حقونو معیارونو سره د ټکر جدي اندېښنې راولاړوي.

بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، که د پنجاب دغه قانون عملي شي، ښايي د پاکستان نورو ایالتونو ته هم ورته قوانین د تصویب لپاره لاره هواره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version