Home سیاست فایننشل ټایمز: امریکا اوکراین ته د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د بندولو ګواښ کړی
سیاست نړۍ

فایننشل ټایمز: امریکا اوکراین ته د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د بندولو ګواښ کړی

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا ځانګړو استازو سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د بندولو احتمال مطرح کړی، که کیف پر روسي تېلو تصفیه‌خونو بریدونه ونه دروي.

ورځپاڼې د خبرو اترو له بهیر سره د اشنا سرچینو په حواله ویلي، دغه موضوع د جمعې په ورځ د امریکا په میامي ښار کې د نږدې اتو ساعتونو خبرو پر مهال مطرح شوې ده. د راپور له مخې، اوکراین پر روسي تاسیساتو د بریدونو لپاره د امریکا له استخباراتي معلوماتو ګټه اخلي.

د راپور په دوام کې راغلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د روسیې سره د ډیزلو د نړیوال بازار ته د عرضه کولو د هوکړې له اعلان وروسته، د خبرو اترو بهیر له ستونزو سره مخ شو او اوکرایني پلاوی له دې اعلان څخه ناخبره پاتې شوی و.

د فایننشل ټایمز د سرچینو په وینا، امریکايي استازو اوکرایني لوري ته ویلي چې واشنګټن ښايي پر روسي ډیزلو لګېدلي بندیزونه لرې کړي او مسکو هم په پام کې لري چې د ډیزلو پر صادراتو لګېدلی بندیز پای ته ورسوي.

د راپور له مخې، ټرمپ له اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي غوښتي چې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي. د ټرمپ اداره اندېښنه لري چې د ایران جګړه د نړۍ د انرژۍ پر بیو فشار زیاتوي.

زېلېنسکي د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي: دا د پیاوړو شریکانو له لوري یوه کمزورې پرېکړه ده.

یوه لوړپوړي اوکرایني چارواکي هم ویلي، موږ به د تېلو تصفیه‌خونې وسوځوو.

د راپور له مخې، څو ساعته وروسته اوکرایني ځواکونو د روسیې په روستوف-نا-دونو ښار کې د یوګ روسي د تېلو پر ترمینل برید وکړ. روسي چارواکو د دغه برید خبر ورکړی دی. اوکرایني پلاوي هم خپل سفر له ټاکلي وخت مخکې پای ته ورساوه.

خو وېټکاف پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې خبرې ګټورې وې او دواړو لورو هوکړه کړې چې ډیپلوماټیکې هڅې به روانې ساتي.

د فایننشل ټایمز د سرچینو په وینا، اوکرایني چارواکو دا غوښتنه ناعادلانه بللې چې اوکراین دې بریدونه ودروي، خو روسیه دې ورته اقدام ته اړ نه شي.

ورځپاڼې همداراز راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې، د سپینې ماڼۍ په دفتر کې له زېلېنسکي سره تر لفظي شخړې وروسته، د ټرمپ ادارې د اتو ورځو لپاره له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول ځنډولي وو.

په ورته وخت کې، اوکرایني چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ د اوکراین په زاپوریژیا ښار کې د روسیې د ګلایډ بم په برید کې لږ تر لږه ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي چې درې ماشومان هم پکې شامل دي. د راپور له مخې، روسي بالستیک توغندیو او جېټ‌انجن لرونکو بې‌پیلوټه الوتکو هم پر کیف بریدونه کړي دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version