د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر یو ځل بیا د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه سخت خبرداری ورکړی او له کوربه هېوادونو یې غوښتي چې دا لړۍ سمدستي ودروي.
د دې ادارې ویاندې شبیه مانتو په یوه خبري غونډه کې د هغو بېلابېلو زیانمنو افغانانو پر جبري اخراج ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې پکې ښځې، ماشومان، نارینه، خبریالان، د مدني ټولنې فعالان او پخواني امنیتي ځواکونه شامل دي.
هغې ویلي، چې دا کسان په زور افغانستان ته استول کېږي، حال دا چې هلته له جدي خطرونو، د بشري حقونو له سرغړونو او احتمالي تعقیب سره مخ کېدای شي.
مانتو ټینګار کړی، چې د هغو کسانو جبري ستنول چې له جدي خطر سره مخ دي، د نړۍوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.
ملګرو ملتونو بیا ټینګار کړی، چې کوربه هېوادونه باید داسې اقدامات ونه کړي چې د افغان کډوالو ژوند او خوندیتوب له خطر سره مخ کړي، او باید د نړیوالو حقوقي ژمنو درناوی وکړي.
