د هلمند کرکټ لوبغالی، چې د هېواد له پراخو ورزشي میدانونو څخه ګڼل کېږي، تر دې دمه پرې څه باندې یو میلیون ډالر لګښت شوی دی.
د هلمند ګڼ شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه لوبغالي پر عیدګاه جومات د بدلون چارې په داسې حال کې پیل شوې دي چې د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه کې له وړاندې یو معیاري عیدګاه جومات موجود دی او ترڅنګ یې پراخې دولتي ځمکې هم شته؛ نو ځکه د جومات لپاره د لوبغالي ړنګول اړین نه و.
ځایي اوسېدونکي وایي، دغه لوبغالي په هلمند کې د کرکټ د ودې او د ځوانو لوبغاړو د روزنې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د خلکو په باور، د لوبغالي پر جومات بدلول د کرکټ پر وړاندې عقدهیي چلند دی، چې د هېواد پر ورزش، په ځانګړي ډول کرکټ، به منفي اغېز ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو اوونۍ وړاندې هم په همدې لوبغالي کې د کورني کرکټ درې ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې وې، چې د ملي لوبډلې او کورني کرکټ مشهور لوبغاړي پکې ګډونوال وو. دغو سیالیو ته هره ورځ ګڼ شمېر هلمندي ځوانان او مشران د لیدو لپاره ورتلل.
انګلیسي خبر جوړ کړه
