افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان د خوارځواکۍ بحران ژور شوی، میلیونونه ماشومان او میندې له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) لوړپوړي چارواکي وایي، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران تر ټولو سخت پړاو ته رسېدلی او شاوخوا پنځه میلیونه میندې او ماشومان له دې ستونزې سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستیال اجرائیوي رئیس «کارل سکاو» ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خوارځواکۍ وضعیت “ډېر دردناک او د منلو نه دی” او هغه څه چې یې په ختیځو ولایتونو کې لیدلي، په ټول هېواد کې روان دي.

نوموړي ویلي، چې په دې وروستیو کې یې داسې میندې او ماشومان لیدلي چې تر دوو ساعتونو زیات مزل یې کړی و څو د د خوراک پروګرام ملاتړ لرونکي کلینیک ته ورسېږي، خو د تغذیې د اړینو موادو د نشتوالي له امله بېرته رخصت شوي دي.

د هغه په وینا، د پولو تړل کېدل، تکراري طبیعي پېښې لکه سېلابونه او زلزلې او د بشري مرستو د تمویل کمښت د دې بحران شدت نور هم زیات کړی دی.

د خوړو نړۍ وال پروګرام وایي، چې یوازې سږ کال له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۵۰۰ زره کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې دا شمېر د تېر کال د نږدې ۲.۸ میلیونو راستنېدونکو ترڅنګ د کوربه ټولنو فشار نور هم زیات کړی دی.

کارل سکاو زیاته کړې، چې ډېرې کورنۍ له هېواده د تېرېدو پر مهال یوازې هغه څه له ځان سره لري چې په لاس کې یې وړلی شي، او په داسې ځای کې ژوند پیلوي چې هلته هېڅ ملاتړ نه لري.

د خوړو نړۍ وال پروګرام خبرداری ورکړی، چې که عاجل مالي ملاتړ او د مرستو د لېږد اسانتیاوې برابرې نه شي، نو د میلیونونو میندو او ماشومانو لپاره به د بشري ناورین مخنیوی ممکن نه وي.

دغه اداره وایي، چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره لږ تر لږه ۳۵۰ میلیونه ډالرو ته عاجله اړتیا لري.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د مرستو ماموریت هم د افغانستان د خبریالانو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د وروستیو ورځو په ترڅ کې لږ تر لږه درې خبریالان د نامعلومو تورونو له مخې نیول شوي دي.

یوناما له چارواکو غوښتي، چې د نیول شویو خبریالانو قانوني وضعیت او تورونه روښانه کړي او د هغوی د عدلي حقونو بشپړ درناوی وکړي، او ټینګار یې کړی چې آزاد او خپلواک رسنۍ د ټولنې د شفافیت او حساب ورکونې لپاره اړینې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *