Home افغانستان ملګري ملتونه: افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او امنیتي بحران سره مخ دی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او امنیتي بحران سره مخ دی

ملګرو ملتونو په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې افغانستان لا هم له پراخو بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی او د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو، د نړۍوالو مرستو کمښت، د پاکستان سره تاوتریخوالي او د بشري حقونو سرغړونو د هېواد وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په راپور کې ویلي، چې د طالبانو سرپرست حکومت د افغانستان پر ټولې خاورې خپل کنټرول ساتلی، خو د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي. راپور زیاتوي، چې د نجونو د زده کړو بندیز پنځم کال ته داخل شوی او لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

راپور څرګندوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو، هوايي بریدونو او پوځي تحرکاتو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې، ګڼ شمېر کورنۍ یې بې‌ځایه کړې او مهمو عامه تاسیساتو ته یې زیان رسولی دی. د ملګرو ملتونو په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره سیمه‌ییزو هېوادونو د منځګړیتوب هڅې هم کړې دي.

د بشري حقونو په برخه کې راپور د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو د وژنو، خپل‌سرو نیونو او شکنجو موارد ثبت کړي دي. همدارنګه د بدني سزاوو دوام، د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه او د ښځو پر ازادیو سخت بندیزونه د اندېښنې وړ بلل شوي دي.

اقتصادي وضعیت هم د راپور له مخې د اندېښنې وړ دی. د نړۍوالو مرستو کمښت، د پاکستان د پولې اوږدمهاله تړل کېدل، د سوداګرۍ خنډونه او د کډوالو پراخ راستنېدل د افغانستان اقتصاد له سخت فشار سره مخ کړی دی. راپور وایي، چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او د میلیونونو افغانانو د ژوند شرایط لا پسې خراب شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې نږدې ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو پلان یوازې ۱۴ سلنه تمویل شوی دی. د راپور له مخې ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي او شاوخوا ۴.۹ میلیونه ماشومان او میندې د خوارځواکۍ د درملنې اړتیا لري.

راپور همدارنګه د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو اغېزو ته اشاره کوي او وایي، چې وروستیو سېلابونو او پرله‌پسې وچکالیو زرګونه کورنۍ اغېزمنې کړې، کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړې او د خلکو د ژوند شرایط یې لا پسې ستونزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې له سرپرست حکومت غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي، د بشري حقونو درناوی وکړي او له نړۍوالې ټولنې سره رغنده تعامل ته زمینه برابره کړي.

نوموړي له نړۍوالې ټولنې هم غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي، ځکه د میلیونونو افغانانو ژوند لا هم په دغو مرستو پورې تړلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version