Home ځانګړي خپرونې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې لاریونونه؛ اسلام‌اباد له نوې سیاسي ننګونې سره مخ دی
ځانګړي خپرونې نړۍ

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې لاریونونه؛ اسلام‌اباد له نوې سیاسي ننګونې سره مخ دی

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر یو ځل بیا د پراخو ولسي اعتراضونو شاهد دی. هغه سیمه چې له کلونو راهیسې د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ د سیاسي او ستراتیژیکو سیالیو محور پاتې شوې، اوس د اقتصادي ستونزو، سیاسي ناخوښیو او د سیمه‌ییزو حقونو د غوښتنو له امله د نوې بې‌ثباتۍ پر لور روانه ښکاري.

د وروستیو راپورونو له مخې، د کشمیر په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د حکومت پر ضد او د کشمیریانو د اقتصادي او سیاسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره لاریونونه دوام لري. په ځینو سیمو کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی هم رامنځته شوی چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اعتراضونو مخینه

د کشمیر د اوسنیو اعتراضونو ریښې د ۲۰۲۳ کال اقتصادي بحران ته رسېږي. هغه مهال چې د اوړو بیې لوړې شوې، د برېښنا لګښتونه زیات شول او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د خلکو لاسرسی محدود شو، د سیمې اوسېدونکو پراخ لاریونونه پیل کړل.

له دغو اعتراضونو وروسته د خلکو د حقونو د دفاع لپاره ولسي کمېټې او مدني خوځښتونه رامنځته شول او په وروستیو کې دغه حرکتونه پراخ شول او د پاکستان حکومت اړ شو چې د ځینو اقتصادي غوښتنو د منلو ژمنې وکړي. خو د ګڼو کشمیریانو په باور، اساسي ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

د پاکستان لپاره نوې سرخوږی

د کشمیر روان وضعیت په داسې وخت کې رامنځته شوی چې پاکستان له ګڼو کورنیو ستونزو سره مخ دی. په بلوچستان کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو وسله‌وال فعالیتونه، د پښتون ژغوذنې غورځنګ مزاحمتونه که څه دغه غورځنګ اوس مهال تر سختو بندیزونو لاندې دی، د حکومت او سیاسي مخالفینو ترمنځ کړکېچ، د تحریک انصاف د پلویانو اعتراضونه، د تحریک طالبان پاکستان امنیتي ګواښونه او اقتصادي ستونزې د اسلام‌اباد پر حکومت فشار زیات کړی دی.

شنونکي باور لري، چې که د کشمیر اعتراضونه پراخ شي، نو پاکستان به د یوې بلې جبهې له فشار سره مخ شي؛ هغه فشار چې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو تر څنګ به د حکومت لپاره د مدیریت نوې ننګونه وي.

سیمه‌ییز ابعاد

د کشمیر هر ډول تحول یوازې کورنۍ مسئله نه ده. دغه سیمه د پاکستان او هند ترمنځ د اوږدمهالې شخړې مهم محور بلل کېږي. له همدې امله د اعتراضونو دوام او پراختیا کولای شي سیمه‌ییزې اغېزې هم ولري.

سیاسي څارونکي په دې باور دي چې هند به د کشمیر له روان وضعیت څخه د خپل سیاسي دریځ د پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کړي او هڅه به وکړي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو ناخوښي د نړیوالو بحثونو برخه وګرځوي.

راتلونکی څه ښيي؟

د کشمیر روان اعتراضونه ښيي چې اقتصادي ستونزې په تدریج سره په سیاسي غوښتنو بدلېدلی شي. که د سیمې د خلکو غوښتنو ته عملي او دوامدار ځواب ورنه کړل شي، احتمال شته چې دغه حرکتونه لا پراخ شي او د پاکستان د حکومت لپاره په یوه اوږدمهاله سیاسي او امنیتي ننګونه بدل شي.

اوسمهال د اسلام‌اباد لپاره تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې آیا حکومت به وکولای شي د خبرو اترو، اقتصادي اصلاحاتو او سیاسي تدبیرونو له لارې وضعیت کنټرول کړي، که نه د کشمیر اعتراضونه به د پاکستان د نورو کورنیو بحرانونو ترڅنګ په یوه نوې او جدي ستونزه واوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version