ملګرو ملتونو په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې افغانستان لا هم له پراخو بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی او د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو، د نړۍوالو مرستو کمښت، د پاکستان سره تاوتریخوالي او د بشري حقونو سرغړونو د هېواد وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په راپور کې ویلي، چې د طالبانو سرپرست حکومت د افغانستان پر ټولې خاورې خپل کنټرول ساتلی، خو د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي. راپور زیاتوي، چې د نجونو د زده کړو بندیز پنځم کال ته داخل شوی او لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
راپور څرګندوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو، هوايي بریدونو او پوځي تحرکاتو ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې، ګڼ شمېر کورنۍ یې بېځایه کړې او مهمو عامه تاسیساتو ته یې زیان رسولی دی. د ملګرو ملتونو په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره سیمهییزو هېوادونو د منځګړیتوب هڅې هم کړې دي.
د بشري حقونو په برخه کې راپور د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو د وژنو، خپلسرو نیونو او شکنجو موارد ثبت کړي دي. همدارنګه د بدني سزاوو دوام، د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه او د ښځو پر ازادیو سخت بندیزونه د اندېښنې وړ بلل شوي دي.
اقتصادي وضعیت هم د راپور له مخې د اندېښنې وړ دی. د نړۍوالو مرستو کمښت، د پاکستان د پولې اوږدمهاله تړل کېدل، د سوداګرۍ خنډونه او د کډوالو پراخ راستنېدل د افغانستان اقتصاد له سخت فشار سره مخ کړی دی. راپور وایي، چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او د میلیونونو افغانانو د ژوند شرایط لا پسې خراب شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې نږدې ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو پلان یوازې ۱۴ سلنه تمویل شوی دی. د راپور له مخې ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي او شاوخوا ۴.۹ میلیونه ماشومان او میندې د خوارځواکۍ د درملنې اړتیا لري.
راپور همدارنګه د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو اغېزو ته اشاره کوي او وایي، چې وروستیو سېلابونو او پرلهپسې وچکالیو زرګونه کورنۍ اغېزمنې کړې، کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړې او د خلکو د ژوند شرایط یې لا پسې ستونزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې له سرپرست حکومت غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي، د بشري حقونو درناوی وکړي او له نړۍوالې ټولنې سره رغنده تعامل ته زمینه برابره کړي.
نوموړي له نړۍوالې ټولنې هم غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي، ځکه د میلیونونو افغانانو ژوند لا هم په دغو مرستو پورې تړلی دی.
