د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، کابل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د هواري او ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د هر هېواد د منځګړیتوب او رغنده هڅو هرکلی کوي.
مجاهد له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا په ګډون هر هېواد کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
نوموړي د چین، ترکیې، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له هغو هڅو هم مننه کړې، چې په دې وروستیو کې یې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره کړې دي.
طالب ویاند ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د هواري یوازینۍ لار خبرې اترې دي او کابل د خبرو له لارې د ستونزو حل ته چمتو دی.
مجاهد د روان وضعیت د رامنځته کېدو پړه پر پاکستان اچولې او ویلي یې دي، چې جګړه نه د افغانستان او نه هم د پاکستان په ګټه ده.
نوموړي د پاکستان هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د دغه هېواد امنیتي ستونزې له افغانستان سره تړاو لري. د هغه په وینا، په افغانستان کې هېڅ ترهګره او وسله واله ډله شتون نه لري او د پاکستان د امنیتي ستونزو مسؤلیت پر افغانستان نه شي اچول کېدای.
مجاهد زیاته کړې، چې افغانستان د هېڅ وسله والې ډلې شتون نه مني او خپله خاوره د هېڅ هېواد پر ضد کارولو ته نه پرېږدي. د نوموړي په خبره، د پاکستان امنیتي ستونزې کورنۍ مسئله ده او اسلاماباد باید خپله د حل لپاره یې اقدام وکړي.
