د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون وایي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم دوام لري او یوازې تېره چهارشنبه (د زمري ۱۴مه) دوه زره او ۳۲ افغان کډوال د تورخم او سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو څخه یو زر او ۹۴۷ تنه د تورخم له لارې او پاتې نور د سپینبولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د طالبانو حکومت وایي، راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش پروګرام یې پیل کړی او تر اوسه یې ۶۵ زره او ۱۵۴ کورنیو ته ځمکې وېشلې دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د شمېرو له مخې، د چنګاښ له ۲۸مې تر زمري ۱۰مې پورې له ایران او پاکستان څخه ۱۰۰ زره او ۳۶۸ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغو شمېرو له مخې، ۴۵ سلنه کډوال له ایران او پاتې ۵۵ سلنه له پاکستان څخه بېرته راستانه شوي دي.
بشپړ متن د رڼا پر ویب سایټ ولولئ.
