Home افغانستان ای او اېم: اقلیمي بدلون په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې زیاتې کړې
افغانستان

ای او اېم: اقلیمي بدلون په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې زیاتې کړې

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې، لکه سېلابونه، وچکالۍ او نورې طبیعي پېښې، د بشري مرستو اړتیا لرونکو کسانو شمېر زیات کړی دی.

دغه سازمان ویلي، د اقلیمي بحران له امله د زیانمنو کورنیو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی، خو د مرستندویه ادارو مالي او عملیاتي امکانات د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره محدود دي.

یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د اقلیمي بحران د پایلو د کمولو لپاره مالي ملاتړ زیات کړي او د بشري مرستو د پروګرامونو ظرفیت پیاوړی کړي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ هېوادونو له ډلې دی، چې سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو په وروستیو کلونو کې د خلکو پر ژوند او معیشت پراخ اغېز کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version