د رویټرز د راپور له مخې، په ایران کې د اقتصادي کړکېچ، لوړې انفلاسیون او د کار د فرصتونو د کمېدو له امله زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي.
راپور وايي، په وروستیو میاشتو کې د ایران د خوراکي توکو بیې نږدې ۱۳۰ سلنه لوړې شوې او ډېرو افغان کارګرو خپل عاید او سپما له لاسه ورکړې ده.
د راپور له مخې، د هرات د اسلامقلعه له لارې هره ورځ لسګونه افغانې کورنۍ، ښځې او ماشومان هم افغانستان ته راستانه کېږي.
ځینې راستنېدونکي وايي، په ایران کې اقتصادي ستونزو دوی اړ کړي چې له خپلو کورنیو سره افغانستان ته ستانه شي، خو په افغانستان کې هم د کار او عاید نشتوالی له جدي ستونزو سره مخ دي.
