افغانستان

قانع: نړۍواله ټولنه دې په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د کر او قاچاق مخنیوي لپاره اقدام وکړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د کر، تولید او قاچاق غندنه وکړي.

قانع د یو خصوصي ټلويزيون سره خبرو کې ویلي، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نشه‌يي توکي کرل او پروسس کېږي او له هغه ځایه افغانستان او نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

نوموړي د یادې پدیدې د مخنیوي لپاره د چټکو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې اشیا ریویو په یو تحلیلي راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو په کرکېله او قاچاق بندیز وروسته په بلوچستان کې په پراخ ډول کوکنار کرل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *