افغانستان سوداګري

پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام ودرول شو

د پاکستان د ګمرکونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي رئیس عرفان جاوېد ویلي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې په غوښتنه د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی دی.

نوموړي بي‌بي‌سي اردو ته ویلي، دغه پرېکړه نه یوازې په کورنیو بندرونو، بلکې په تورخم او چمن کې پر درول شویو کانتینرونو هم تطبیقېږي.

تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو مالونو لیلام د لوړو مالیاتو او د ساتنې د لګښتونو له امله پیل شوی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، د روانې ستونزې پر مهال د پاکستان په بندرونو کې شاوخوا ۱۵ زره افغان کانتینرونه او محمولې ایسارې پاتې وې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *