د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي امنیتي او پوځي چارواکي به د دوشنبې په ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې د سیمهییز امنیت او روان کړکېچ د کمولو په اړه خبرې وکړي.
د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا د مرستیال علي باقري کني له قوله ویلي، چې د سعودي دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د سعودي چارواکو په وینا، د دې لیدنې موخه د کړکېچ کمول، د خبرو اترو پیاوړتیا او د قطر او پاکستان د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ دی.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه دوام لري او په سیمه کې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ جګړه کړکېچن وضعیت رامنځته کړی دی.
ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د روان کال په اګست کې د ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.
