د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا حکومت په لوزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او پلان لري، چې د پاکستان له لارې یې افغانستان ته ولېږدوي.
د امریکا درېیو چارواکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې له ۱۵۰ ډېر افغان کډوال ښايي له امریکا وایستل شي. د یوه چارواکي په وینا، دا اقدام د افغانانو د ډلهییز شړلو له لویو پېښو څخه کېدای شي.
د راپور له مخې، په نیول شویو کسانو کې داسې افغانان هم شامل دي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تبعیض، ځورونې یا تعقیب له خطر سره مخ کېدای شي. په دوی کې د هغو کسانو خپلوان هم شته چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه او لږ تر لږه یو همجنسګرا سړی هم په ډله کې شامل دی.
د راپور له مخې، د امریکا حکومت غواړي دغه افغانان لومړی پاکستان ته ولېږدوي، څو پاکستان یې له خپلې خاورې افغانستان ته واړوي. امریکایي چارواکي وايي، د دې بهیر په پایله کې به دغه کسان په عملي توګه افغانستان ته ستانه شي.
د راپور په وینا، امریکا له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او له همدې امله افغانستان ته د مستقیمو اخراجونو په تنظیمولو کې له خنډونو سره مخ ده. سربېره پر دې، ځینو افغانانو په امریکا کې د محکمو له خوا قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی، چې له مخې یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د احتمالي ځورونې له امله افغانستان ته نه شي ستنېدای.
چارواکو ویلي، هغه افغانان چې د شړلو لپاره په نښه شوي، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) له لوري هم خبر شوي چې افغانستان ته به لېږل کېږي؛ خو د هغوی د ایستلو بهیر به د پاکستان له لارې ترسره شي.
د راپور له مخې، تمه ده چې د دې بهیر لومړۍ الوتنه د نومبر په دویمه ترسره شي.
په راپور کې د محمد په نوم د یوه ۴۷ کلن افغان کډوال یادونه هم شوې ده، چې ویلي یې دي، تېر کال د امریکا فدرالي مامورینو هغه مهال نیولی و، چې خپل برېښنايي موټر یې چارجاوه. نوموړي ویلي، تر دې مخکې په اوکلاهوما ایالت کې ساتل کېده، خو تېره اوونۍ د اخراج لپاره د لوزیانا ایالت یوه زندان ته ولېږدول شو.
د محمد په وینا، کورنۍ یې په ۱۹۸۱ کال کې، هغه مهال چې دوه کلن و، د پخواني شوروي اتحاد له خوا پر افغانستان تر یرغل وروسته د کډوالو په توګه له افغانستانه وتلې وه.
