افغانستان

رويټرز: افغان بزګران د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر (UNODC) د راپور له قوله لیکلي، چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت شاوخوا ۴۳ زره او ۳۰۰ هکټارو ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته ګڼو بزګرانو غنم او پنبه کرلو ته مخه کړې، خو د دغو محصولاتو ټیټې بیې، وچکالۍ او د کرنیزو لګښتونو لوړوالي د هغوی اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ کړی دی.

د بلخ ولایت یو بزګر محمد داوود وايي، پخوا یې د کوکنارو د یوه حاصل له لارې د خپلې کورنۍ د یوه کال لګښتونه برابرول، خو اوس یې عواید دومره کم شوي چې د ماشومانو د خوراک اړتیاوې هم نه شي پوره کولای.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، سږ کال په افغانستان کې د تریاکو پلور شاوخوا ۵۲۵ میلیون ډالره عواید لرلي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې، له ۲۰۲۲ کال پرته، تر ټولو لوړه کچه ده.

په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې سږ کال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۱۰ ولایتونه د ماشومانو د خوارځواکۍ له جدي وضعیت سره مخ دي او ښايي په ۲۰۲۷ کال کې دا شمېر ۱۴ ولایتونو ته لوړ شي.

د راپور له مخې، وچکالۍ، د غنمو او پنبې د بیو ټیټوالی، د بهرنیو مرستو کمښت او د بدیلو کرنیزو محصولاتو لپاره د کافي ملاتړ نشتوالی د بزګرانو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بېرته زیاتېدل ښايي د هیروینو پر نړیوالو بازارونو، په ځانګړي ډول اروپا، اغېز وکړي.

خو طالبانو د ملګرو ملتونو د راپور له موندنو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې د کوکنارو واقعي کښت د ملګرو ملتونو له اټکل څخه شاوخوا نیمایي دی او د کوکنارو د له منځه وړلو هڅې لا هم روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *