افغانستان

فضل محمود فضلي: رښتینی وطن‌پرست د پاکستان د ښه او بد ترمنځ توپیر نه کوي

فضل محمود فضلي وایي، د وطن‌پرستۍ او ملي دریځ بنسټ په اصولو، ثبات او تاریخي حافظه ولاړ دی او رښتینی ملتپال هغه څوک دی چې د پاکستان د هر ډول تېري پر وړاندې یو روښانه او ثابت دریځ ولري او د ښه او بد ترمنځ توپیر ونه کړي.

فضلي ټینګار کوي، چې ځینې مرتجع او سیاسي دریځونه هڅه کوي د پاکستان ځینې بریدونه توجیه او نور وغندي، خو دا ډول چلند د افغانستان د ملي ګټو او تاریخي واقعیتونو خلاف دی. د هغه په وینا، افغان ملتپال جریانونه په دې ښه پوهېږي، چې پاکستان د استعماري قدرتونو یو مصنوعي جوړښت دی چې له خپل بنسټ څخه یې د افغانستان تاریخي جغرافیه اشغال کړې او وروسته یې په پرله‌پسې ډول مذهبي افراطیت افغانستان ته صادر کړی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د افراطیت د صادرېدو بېلابېل پړاوونه، له مجاهدینو نیولې تر طالبانو او د داعش تر راڅرګندېدو پورې، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د پاکستان د امنیتي ادارو له پالیسو سرچینه اخلي، چې پایله یې تل د افغانانو مرګ، کورنۍ جګړې او د دولتونو کمزوري کېدل پاتې شوي دي.

فضلي وایي، هغه ډلې چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د قدرت د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره یې له پاکستان سره اړیکې درلودې، چې دا اړیکې نه د دین، نه د عقیدې او نه د ملي ګټو پر بنسټ وې، بلکې د واک د بقا لپاره معاملې وې. د ده په وینا، د پاکستان او دغو ډلو ترمنځ رامنځته شوې شخړې تل لنډمهالې او د داخلي قدرت پر سر وې، نه د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره.

هغه د اوسني وضعیت په اړه وايي، په داسې حال کې چې ولس له سیاسي نظام څخه ایستل شوی، اساسي حقوق ترې اخیستل شوي، د زده‌کړو دروازې تړل شوي او د بیان ازادي محدوده شوې ده، له ولس څخه د حاکمې ډلې د ملاتړ تمه کول له واقعیت څخه لرې ده.

فضلي ټینګار کوي، چې که هر ډول سیاسي یا فکري بدلون ادعا کېږي، باید عملي ثبوت ولري او له پاکستان سره د پخوانیو اړیکو ښکاره غندنه پکې شامله وي. د هغه په خبره، تر څو چې د پاکستان ټول تېري، که مستقیم وي او که د نیابتي ډلو له لارې، په روښانه ډول ونه غندل شي، د وطن‌پرستۍ ادعاوې به یوازې شعارونه پاتې شي.

نوموړی په پای کې وایي، د وطن‌پرستۍ اصلي معیار دا دی چې تېری، تېری وبلل شي؛ که په ۷۰مو کې وي، که په ۹۰مو، که په ۲۰۰۰مو کلونو کې او که نن. د اصولو پر بنسټ ولاړ دا دریځ هغه یوازینی دریځ دی چې د افغانستان د راتلونکي د روښانه تعریف تضمین کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *