Home افغانستان عصمت قانع: ډاکټر نجیب د تاریخ پر سټېج روښانه ولاړ دی
افغانستان سیاست

عصمت قانع: ډاکټر نجیب د تاریخ پر سټېج روښانه ولاړ دی

د سیاسي چارو شنونکی عصمت قانع وايي، د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله د تاریخ پر سټېج روښانه او معلومداره ولاړ دی او په وینا یې، افغان وطنپال لا هم باور لري، چې د هغه د ملي روغې جوړې سیاست بدیل نه لري.

قانع ډاکټر نجیب‌الله ته په خطاب کې ویلي، ستا دریځ ثابت شو، چې پنجاب د افغانستان استقلال د خپل موجودیت زوال ګڼي. نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې نجیب‌الله هغه مهال هم ویلي وو، چې پنجابیان د غرب په مرسته ستاسو له هېواد څخه د شرمحشر اډه جوړوي.

د قانع په وینا، ډاکټر نجیب‌الله له خپلې تېرې تجربې څخه په څرګند ډول ویلي وو، چې زموږ ګوند جنایت وکړ، روسان یې راوستل، روسانو موږ ووژلو؛ روسان ستاسو د قربانۍ په زور ووتل. نوموړي د نجیب‌الله هغه خبرداری هم رااخیستی، چې لوېدیځوال، عربان، پنجابیان او د انرژۍ د مافیا دلالان باید د روسانو په رول کې افغانستان ته را ونه بلل شي.

 

قانع د ډاکټر نجیب‌الله قول رااخیستی او ویلي یې دي، چې د بهرنیو ځواکونو او قدرتونو پر ځای باید د افغانستان پر خپلواکۍ او ملي ارادې تکیه وشي، ځکه د نوموړي په باور، د بهرنیو مرستو او کچکول له لارې د هېواد راتلونکی نه شي جوړېدای.

 

قانع ویلي، چې هغه مهال به جهادي مشرانو د ډاکټر نجیب‌ خلاف د شریعت راوستلو او د پاکستان ورور ګڼلو زم زمې کولې.

 

قانع وايي، د وخت په تېرېدو د پاکستان چلند بدل شوی او اوس هغه هېواد افغان کډوال له خپلې خاورې شړي.

نوموړي د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه هم ویلي دي، چې پاکستان د افغان جهاد په مزدورۍ اټومي بم جوړ کړ، خو نن افغان کډوال له خپلې خاورې په سپکوونکي ډول باسي او د هغوی شتمنۍ هم ترې پاتې کېږي.

د قانع په وینا، افغان کډوال په داسې وضعیت کې له پاکستانه ایستل شوي، چې ښځې یې زندانونو ته اچول شوې او ماشومان یې د سختې ګرمۍ، یخنۍ او ستونزو له امله له کړاوونو سره مخ شوي دي.

نوموړي همداراز د پاکستان پر افغانستان د هوايي بریدونو په اړه ویلي، چې اسلام‌اباد اوس پر هغه افغانستان بمبارۍ کوي، چې افغانانو یو وخت د پاکستان د نجات ناجي باله.

قانع وایي، چې پاکستان تر هغه د افغانستان خاوره په بمونو وهي، څو له امریکا څخه مالي مرستې ترلاسه کړي.

عصمت قانع په پای کې بیا ډاکټر نجیب‌الله ته په خطاب کې ویلي، نجیبه، ته د تاریخ پر سټېج رنګین او روښانه ولاړ یې او زموږ د جهاد د رهبرانو تور او سپین تصویر ته ملت د کرکې په سترګه ګوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version