Home نړۍ اسرائیلو جنوبي لبنان کې د حزب‌الله پر اهدافو بریدونه کړي
نړۍ

اسرائیلو جنوبي لبنان کې د حزب‌الله پر اهدافو بریدونه کړي

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې حزب‌الله وسله‌والې ډلې تېره شپه په جنوبي لبنان کې پر اسرائیلي ځواکونو د چاودېدونکو توکو یو ډرون برید کړی، خو په دغه برید کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د اسرائیلي پوځ په وینا، له یاد برید وروسته یې د جنوبي لبنان په څو سیمو کې د حزب‌الله پر هغو زیربناوو بریدونه کړي، چې د دې ډلې جنګیالیو ترې د ځانمرګو ډرونونو او د ټانک ضد توغندیو د توغولو لپاره کار اخیست.

د اسرائیلي پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سمدستي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، له لبنان څخه هر هغه اقدام چې د اسرائیلو ملکي وګړو یا ځواکونو ته د زیان رسولو په موخه ترسره شي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

تر اوسه د حزب‌الله له لوري د اسرائیلي پوځ د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ورکړل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version