Home نړۍ عراقچي: ایران سعودي ته درناوی لري
نړۍ

عراقچي: ایران سعودي ته درناوی لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، ایران سعودي عربستان ته درناوی لري او هغه یو ورور هېواد ګڼي.

عراقچي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د ایران پوځي عملیات د هغو “دښمن یرغلګرو” پر ضد دي، چې نه د عربو درناوی کوي او نه د ایرانیانو او همداراز د سیمې امنیت نه شي تضمینولی.

هغه زیاته کړې، چې ایران یوازې د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د حضور پر ضد اقدام کوي، نه د سیمې د هېوادونو پر ضد.

عراقچي ټینګار کړی، چې اوس وخت رارسېدلی چې د امریکا ځواکونه له سیمې ووځي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د ایران، امریکا او متحدینو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او دواړه لوري یو پر بل د بریدونو ادعاوې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version