Home افغانستان طالبان: د جرمونو نړۍوالې محکمې موقف ته ارزښت نه ورکوو
افغانستان

طالبان: د جرمونو نړۍوالې محکمې موقف ته ارزښت نه ورکوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جرمونو نړۍوالې محکمې له لوري د طالبانو د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو د حکمونو په اړه غبرګون ښودلی دی.

مجاهد دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي، چې طالبان د جرمونو نړۍوالې محکمې په نوم کومه محکمه په رسمیت نه پېژني او د هغې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو مشران داسې کوم عمل نه دی ترسره کړی، چې د یوې محکمې له لوري د نیول کېدو یا مجازات مستحق وبلل شي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د اکتوبر پر پنځمه د افغانستان د وضعیت په تړاو د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده، لوی قاضي عبدالحکیم حقاني، د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم او د پوهنې وزیر حبیب‌الله آغا د نیولو حکمونه افشا کړل.

محکمې ویلي، چې دغه حکمونه د بشریت پر ضد د جرمونو، په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې، له ادعاوو سره تړاو لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version