Home افغانستان متقي: له پاکستان سره امنیتي او سیاسي ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي
افغانستان سیاست

متقي: له پاکستان سره امنیتي او سیاسي ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ د اتمې غونډې په ترڅ کې ویلي، افغانستان باید د سیمه‌ییزو سیالیو پر ډګر د بدلېدو پر ځای د مرکزي او جنوبي اسیا او نورو سیمو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال پر مهم مرکز بدل شي.

متقي ویلي، د طالبانو د حکومت بهرنی سیاست د خلاصو دروازو، متوازن تعامل، متقابل احترام او ګډو ګټو پر اصولو ولاړ دی او کابل نه غواړي له یوه هېواد سره خپلې اړیکې د بل هېواد پر ضد تعریف کړي.

هغه د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ترانزیټ، لوژستیک او زیربناوو په برخو کې د سیمې له هېوادونو د لا ډېرو پانګونو غوښتنه کړې او ټاپي، ټاپ، کاسا زر او ټرانس افغان رېل پټلۍ یې د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي ودې مهمې پروژې بللې دي.

متقي له پاکستان سره د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره پر خبرو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان پوځي فشار د افغانستان حاکمیت نقضوي.

نوموړي همداراز د سرحدي امنیت، د نشه‌یي توکو د قاچاق او سازمان‌یافته جرمونو پر وړاندې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

متقي د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه ویلي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال په ترڅ کې د هېواد حقیقي ناخالص کورني تولید ۱.۵ سلنه وده کړې او د خصوصي سکټور پانګونه ۲۰۰.۹ میلیارد افغانیو ته رسېدلې ده.

هغه د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل مهم تحول بللی او له نورو هېوادونو یې غوښتي، چې له افغانستان سره د فشار او انزوا پر ځای پر مستقیم تعامل، سیمه‌ییزو واقعیتونو او متقابلو ګټو ولاړ سیاست غوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version