Home افغانستان بېنېټ د جرمونو د نړۍوالې محکمې لخوا د طالبانو د ځینو مشرانو د نیولو حکمونه مهم بللي دي
افغانستان سیاست

بېنېټ د جرمونو د نړۍوالې محکمې لخوا د طالبانو د ځینو مشرانو د نیولو حکمونه مهم بللي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ وایي، د طالبانو د لوړپوړو چارواکو پر وړاندې د نیولو د اضافي حکمونو صادرېدل ډېر مهم اقدام دی.

بېنېټ زیاته کړې، د جنسیت پر بنسټ د ځورونې تحلیل او د طالبانو پر سیاستونو او کړنو د دغه تحلیل پلي کېدل هم ځانګړی اهمیت لري.

په ورته مهال د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي، چې طالبان د جرمونو نړۍوالې محکمې په نوم کومه محکمه په رسمیت نه پېژني او د هغې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د اکتوبر پر پنځمه د افغانستان د وضعیت په تړاو د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده، لوی قاضي عبدالحکیم حقاني، د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم او د پوهنې وزیر حبیب‌الله آغا د نیولو حکمونه افشا کړل.

محکمې ویلي، چې دغه حکمونه د بشریت پر ضد د جرمونو، په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې سره تړاو لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version