Home افغانستان افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو له زیاتېدو سره د سرپناه ستونزه جدي شوې
افغانستان

افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو له زیاتېدو سره د سرپناه ستونزه جدي شوې

په افغانستان کې د مناسبو استوګنځایونو له پخوا موجوده ستونزه، له ایران او پاکستانه د میلیونونو افغان کډوالو له راستنېدو وروسته لا پسې پراخه شوې ده.

ملګرو ملتونو د استوګنځایونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مناسبو سرپناهوو برابرول یوه بېړنۍ او ژوند ژغورونکې اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه څه باندې شپږ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي او اټکل کېږي، چې د کډوالو د ایستلو د بهیر له دوام سره به دغه شمېر نور هم زیات شي.

راستنېدونکي کډوال وايي، د کورونو د کرایې لوړوالی او د مناسبې سرپناه نشتوالی یې له مهمو ستونزو څخه دي.

د ملګرو ملتونو د استوګنځایونو ادارې (UN-Habitat) هم ویلي، چې د کډوالو راستنېدو په افغانستان کې د سرپناه اړتیاوې پراخې کړې دي او اوسنی ملاتړ د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دی.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې لا له وړاندې ګڼ خلک په غیرمعیاري استوګنځایونو کې اوسېدل چې د طبیعي پېښو پر مهال یې د خلکو د ژوند خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version