افغانستان

طالبانو له روسیې سره د هوايي دفاع او پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړی

د طالبانو حکومت د روسیې له فدراسیون سره د هوايي دفاع، ځمکنیو نظامي تجهیزاتو او پوځي روزنې په برخه کې یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

بي بي سي ته یوې معتبرې سرچینې ویلي، چې د طالبانو حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد توانېدلی روسیې ته قناعت ورکړي، څو د دوی حکومت ته د هوايي دفاع عصري تجهیزات ورکړي.

سرچینې زیاته کړې، چې دا خبرې له وړاندې د دواړو لورو ترمنځ روانې وې او د ښاغلي مجاهد د وروستي سفر پر مهال روسیې د شویو ژمنو د عملي کولو لپاره لومړني ګامونه پورته کړل.

تر اوسه روښانه نه ده، چې په دغه تړون کې یوازې د هوايي دفاع تجهیزات شامل دي او که د هوايي برید وسایل لکه ډرونونه هم پکې ځای لري، خو سرچینې وایي، په تړون کې د هوايي دفاع تر څنګ ځمکني نظامي تجهیزات او د طالبانو د حکومت ځواکونو ته پوځي او تخنیکي روزنه هم شامله ده.

دغه سند د روسیې په پلازمېنه مسکو کې لاسلیک شوی، چې د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار سرګې شویګو او د طالبانو حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم پکې حضور درلود.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره څو ځله هوايي بریدونه ترسره شول. طالبانو هڅه کوله ترڅو د دغو بریدونو مخه ونیسي، خو د پرمختللو هوايي دفاعي امکاناتو د نشتون له امله یې تر ډېره دغه هڅې بریالۍ نه وې.

شنونکي باور لري، که روسیه طالبانو ته عصري هوايي دفاعي تجهیزات ورکړي، نو دا به تر یوه بریده د ورته هوايي بریدونو د مخنیوي وړتیا زیاته کړي او د افغانستان هوايي دفاعي ظرفیت به پیاوړی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *