افغانستان

په مهمو خصوصي او دولتي ادارو کې د پاکستاني کارکوونکو حضور؛ فعالان یې د ګواښه کولو غوښتنه کوي

یو شمېر ټولنیز او مدني فعالان وایي، چې د کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې په مهمو کارخانو، تخنیکي پروژو او نورو مسلکي برخو کې لاهم ګڼ پاکستاني وګړي پر دندو بوخت دي او د میاشتني معاش په توګه له لسګونو زرو نیولې تر لکونو افغانیو ترلاسه کوي.

د دغو فعالانو په باور، په داسې حال کې چې زرګونه افغان ځوانان له بې‌کارۍ کړېږي، باید لومړیتوب افغان متخصصینو او مسلکي کسانو ته ورکړل شي. دوی د طالبانو له حکومته غواړي، چې د بهرنیو، په ځانګړي ډول پاکستاني کارکوونکو پر ځای دې افغان وړ او مسلکي کسان پر دندو وګماري.

فعالان زیاتوي، چې په هېواد کې د کاري فرصتونو محدودیت او اقتصادي ستونزو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي او د بهرنیو وګړو په ځانګړي ډول د پاکستانانیانو پراخ حضور د مسلکي ځوانانو د بې‌کارۍ له جدي لاملونو ګڼل کېږي.

بل‌خوا دا غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي، چې په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده. راپورونه ښيي، چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال هېواد ته ستنېږي او ډېری یې د پاکستاني پولیسو له لوري د زورونې، سپکاوي او د پیسو اخیستو له شکایتونو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *