Home افغانستان طالبانو له امریکا د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د مسوولانه چلند غوښتنه کړې
افغانستان

طالبانو له امریکا د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د مسوولانه چلند غوښتنه کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې، چې له مخې یې امریکا غواړي لسګونه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي.

دغه وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبان چمتو دي د شته واقعیتونو په درک کولو سره په دې برخه کې له امریکا سره د متقابل تفاهم پر بنسټ عملي تعامل وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټولو افغان وګړو د حقونو ساتنه د طالبانو مسوولیت دی او له افغانانو سره باید د نړۍ په هره برخه کې د نافذه قوانینو او منل شویو اصولو له مخې، د انساني کرامت په رعایت چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، امریکا غواړي له ۱۵۰ څخه ډېر افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي.

د راپور له مخې، امریکا نه شي کولای دغه کډوال په مستقیم ډول افغانستان ته ولېږدوي؛ له همدې امله ښايي په دې بهیر کې پاکستان ته د منځګړي هېواد په توګه مسوولیت وسپارل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي، چې په دې اړه مسوولانه او له غور وروسته ګامونه پورته کړي او د افغان کډوالو په تړاو هر ډول پرېکړه د روښانه دوه اړخیز تفاهم، اړینې همغږۍ او د اړوندو کسانو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره وکړي.

دغه وزارت له درېیمو هېوادونو، چې اشاره یې پاکستان ته ده، هم غوښتي، چې د محدودو او لنډمهالو امتیازونو یا نورو ملاحظاتو په خاطر د بل هېواد د وګړو د برخلیک په اړه معامله ونه کړي.

په خبرپاڼه کې په پای کې ټینګار شوی، چې طالبان د افغان وګړو د داوطلبانه، خوندي او باعزته بېرته ستنېدو په برخه کې هر ډول رغنده تعامل او همکارۍ ته ژمن دي او د هغوی د حقونو او خوندیتوب تامین خپل مسوولیت بولي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version