Home افغانستان رباب فاطمه: د خبریالانو خوندیتوب باید لومړیتوب ولري
افغانستان

رباب فاطمه: د خبریالانو خوندیتوب باید لومړیتوب ولري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې خبریالان د خبرو اترو، سولې او ښې حکومتولۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړې ټینګار کړی، چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې باید د ښځینه او نارینه خبریالانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شي.

د رباب فاطمې په وینا، خبریالان د حقیقت موندلو او خلکو ته د کره معلوماتو رسولو لپاره کار کوي او د هغوی د خوندیتوب ډاډمنول اړین دي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره ګڼ رسنۍ وتړل شوې، خبریالان بې دندو شوي او په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور هم کم رنګه شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version