Home افغانستان بې‌پولې خبریالان: هبت‌الله اخوندزاده او ډونالډ ټرمپ د رسنیو ازادي محدوده کړې ده
افغانستان

بې‌پولې خبریالان: هبت‌الله اخوندزاده او ډونالډ ټرمپ د رسنیو ازادي محدوده کړې ده

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په مناسبت د ۲۰۲۶ کال هغه راپور خپور کړی، چې په کې د رسنیو د ازادۍ محدودوونکي کسان او بنسټونه په ګوته شوي دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ۳۳ کسان او بنسټونه په پنځو برخو؛ سیاسي، امنیتي، قضایي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې ډلبندي کړي او تور یې پورې کړی، چې د خپلواکو رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو فشارونه واردوي.

د راپور په سیاسي برخه کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ځینو نورو هېوادونو د مشرانو نومونه شامل دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې د رسنیو پر محدودیتونو او په امریکا کې دولتي ادارو ته د خبریالانو د لاسرسي د کمېدو په اړه هم نیوکه کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې د رسنیو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې د امریکا درجه ۶۴م مقام ته راټیټه شوې ده.

د راپور په امنیتي برخه کې د اسراییلو پر وسله‌والو ځواکونو او د بنیامین نتانیاهو پر حکومت په غزه، لوېدیځه غاړه او لبنان کې د خبریالانو سره د چلند له امله نیوکه شوې ده. د چین کمونېست ګوند او په مکسیکو کې یو شمېر وسله‌والې ډلې هم په دې برخه کې شاملې دي.

په راپور کې همداراز د قضایي او اقتصادي وسایلو له لارې د رسنیو د فعالیتونو پر محدودولو او د ژورنالېزم پر وړاندې د خلکو د باور د کمزوري کولو په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version