Home افغانستان سمیع یوسفزی: د ډیورند کرښې په اړه پرېکړه د افغانانو حق دی
افغانستان سیاست

سمیع یوسفزی: د ډیورند کرښې په اړه پرېکړه د افغانانو حق دی

افغان خبریال سمیع یوسفزي ویلي، چې د ډیورند کرښې د برخلیک په اړه پرېکړه یوازې د افغانانو حق دی، نه د هغو کسانو چې ځانونه افغانان نه ګڼي.

یوسفزی دا څرګندونې د محمد محقق وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې کړې دي او ټینګار یې کړی، چې د یوې خاورې او جغرافیې په اړه د پرېکړې لپاره باید لومړی د هغې مالکیت موجود وي.

هغه ویلي: «د یوې ټوټې ځمکې په اړه د پرېکړې لپاره، لومړی باید د هغې مالک واوسې، وروسته بیا کولی شې د هغې د سرحدونو او حدودو په اړه خبرې وکړې.»

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان خاوره د افغانانو ملکیت دی او د هغې د برخلیک په اړه د پرېکړې واک یوازې د اصلي مالکینو سره دی، نه د هغو کسانو سره چې د افغان هویت نه انکار کوي او د «موږ افغان نه یو» شعارونه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version