Home سیاست زلمی خلیلزاد: پاکستان په پټه له ایران سره پوځي مرسته کړې ده
سیاست نړۍ

زلمی خلیلزاد: پاکستان په پټه له ایران سره پوځي مرسته کړې ده

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، داسې راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان پوځي مشرانو ایراني پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې د امریکا د احتمالي بریدونو څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره د پاکستان په یوه هوايي اډه کې په پټه ځای پر ځای شي.

خلیلزاد وایي، که دا راپورونه تأیید شي، نو دا به د حیرانتیا وړ نه وي؛ ځکه د هغه په وینا، پاکستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې په یو وخت له امریکا سره همکاري کړې او په ورته وخت کې یې د امریکا پر ضد کړیو ته هم ملاتړ ورکړی دی.

هغه زیاتوي، پاکستان له امریکا سره د اټومي وسلو د نه جوړولو ژمنې کړې وې، خو په پټه یې خپل اټومي پروګرام پر مخ بېولی. نوموړی همداراز وایي، له ۲۰۰۱ کال وروسته پاکستان په افغانستان کې له امریکا سره همکاري کوله، خو په ورته وخت کې یې د امریکا مخالفو وسله‌والو ډلو ملاتړ هم کاوه.

خلیلزاد زیاتوي، چې د ال.قا.عده شبکې مشر کلونه په پاکستان کې، د دغه هېواد د یوې مهمې پوځي اکاډمۍ ترڅنګ اوسېده. د هغه په وینا، امریکايي ځانګړو ځواکونو وروسته هلته عملیات وکړل او بن لا. دن یې وواژه.

په ورته مهال ځینې سیاسي شنونکي باور لري، چې پاکستان په سیمه او نړۍ کې له اوږدې مودې راهیسې دوه‌مخیز سیاست خپل کړی دی. د دوی په اند، دغه تګلاره نه یوازې د سیمه‌ییز بې‌ثباتۍ سبب شوې، بلکې په ځینو مواردو کې یې نړۍ وال امنیت هم له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version