نړۍ

زلمی خلیلزاد: پاکستان له ژور بحران سره مخ دی

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې پاکستان له ژور سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحران سره مخ دی.

د هغه په وینا، د پورونو زیاتوالی، لوړه بې‌روزګاري، د پانګونې کمښت، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې امنیتي ستونزې، له ګاونډیو هېوادونو سره ترینګلې اړیکې او کورني سیاسي اختلافونه د پاکستان پر حکومت فشارونه زیات کړي دي.

خلیلزاد زیاتوي، د پخواني لومړي وزیر عمران خان له قضیې وروسته په دغه هېواد کې سیاسي بې‌باوري نوره هم ژوره شوې او د حکومتولۍ پر بهیر یې منفي اغېز کړی دی.

هغه ټینګار کوي، که پاکستان غواړي له اوسني بحران څخه ووځي، باید د متقابل احترام، سیمه‌ییزې همکارۍ، د قانون د حاکمیت او کورنیو اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکړي؛ ځکه د اوسنیو سیاستونو دوام نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې پر ثبات هم منفي اغېزې لرلای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *