نړۍ

د عمران خان ملاتړي اسلام اباد کې د هغه د خوشې کېدو لپاره لاریون کوي

د پاکستان تحریک انصاف په پېښور کې د خپل مشر عمران خان د بند درېیمې کلیزې په مناسبت غونډه کړې او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د مستعمرې پښتونخوا لپاره د پاکستان حکومت اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي، که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د سپټمبر په ۲۷مه به اسلام‌اباد کې احتجاجي لاریون وکړي.

هغه غوښتنه کړې، چې محکمه دې عمران خان ته انصاف ورکړي، خوشې دې کړي او له هغه سره د لیدنو محدودیتونه دې ختم شي.

عمران خان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بېلابېلو قضیو له امله په اډیاله زندان کې بندي دی. نوموړی او تحریک انصاف ګوند دا قضیې سیاسي بولي، خو پاکستان حکومت وايي، چې قانوني چارې په خپلواکه توګه ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *