د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې هوایي بریدونه په کلکه غندلي دي.
نوموړي ویلي، سره له دې چې نړۍوالو او کورنیو لورو له اسلامآباد څخه د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې وه، خو پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی چې له امله یې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې پاکستان تر اوسه هغو طرحو او وړاندیزونو ته، چې د طالبانو حکومت ورسره هوکړه کړې، رغنده او مثبت ځواب نه دی ورکړی.
هغه پوښتنه کړې، چې آیا اسلامآباد رښتیا هم د ستونزو د حل اراده لري او که په افغانستان کې نور سیاسي او ستراتیژیک اهداف تعقیبوي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که د پاکستان موخه په افغانستان کې بېثباتي رامنځته کول وي، نو دا به د امریکا له ګټو سره په ټکر کې واقع شي.
خلیلزاد ویلي، چې د وضعیت دوام کولی شي په سیمه کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات کړي او جیوپولیټیکي ننګونې لا نورې هم پراخې کړي.
