افغانستان

حامد کرزي د پاکستاني بریدونه د ملي حاکمیت نقض او د ملکي سیمو هدف ګرځول یې غیرقانوني بللي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې پر ملکي وګړو ترسره شوي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

کرزي ویلي، دا بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی او له نړۍوالو اصولو او قوانینو سره په بشپړ ډول په ټکر کې دي. نوموړي ټینګار کړی، چې د ملکي سیمو او کورونو په نښه کول هېڅ ډول توجیه نه لري او دا ډول اقدامات د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي.

هغه د دغو پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، د پاکستان لپاره به غوره وي چې له شخړه‌ییزو سیاستونو او دوه‌ګوني چلند څخه لاس واخلي او له افغانستان سره د نیک ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو پر بنسټ تعامل ته مخه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *