افغانستان

پاکستان په دغه هېواد کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو د نیولو عملیات پیلوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۰مې نېټې څخه به په دغه هېواد کې د ناقانونه مېشتو بهرنیانو، په ځانګړي ډول افغان وګړو، پر ضد پراخ عملیات پیل کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې هغه افغان وګړي چې د قانوني اسنادو یا معتبرې ویزې پرته په پاکستان کې اوسیږي، د نیولو او قانوني اقداماتو سره به مخ شي.

د خبرتیا له مخې، د پاکستان حکومت د ټولو څلورو ایالتونو لویو منشیانو، د پولیسو عمومي قوماندانانو او د اسلام‌آباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان (IFRP) په کلکه عملي کړي.

همدارنګه، په خبرتیا کې ویل شوي، چې د جولای له ۱۱مې نېټې څخه به د نیونو او ترسره شویو عملیاتو ورځني راپورونه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته استول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *