د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ یو ځل بیا په دغه هېواد کې د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړې ده.
بېنټ د نوي کال په مناسبت په خپور شوي پیغام کې ټینګار کړی، چې افغانستان یوازینی هېواد دی چېرته چې نوی کال د داسې نوي تعلیمي کال له پیل سره سمون لري، چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو محرومې دي. د هغه په وینا، دا وضعیت نه یوازې د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دی، بلکې د افغانستان د راتلونکې لپاره هم جدي ګواښ بلل کېږي.
نوموړي ویلي، د نجونو د زدهکړو محدودیتونه د منلو وړ نه دي او باید بې له ځنډه لغوه شي، څو افغان نجونې وکولای شي خپلو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی ولري. هغه زیاته کړې، چې زدهکړه د هر انسان اساسي حق دی او هېڅ ډول سیاسي یا ټولنیز شرایط نه شي کولی دا حق تر پښو لاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دننه او بهر ګڼو بنسټونو او فعالانو هم په وار وار د نجونو د زدهکړو د حق د بیا تامین غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې دا محدودیتونه پر خپل ځای پاتې دي.
د کارپوهانو په باور، که دغه وضعیت دوام وکړي، نو دا به نه یوازې د میلیونونو نجونو راتلونکی اغېزمن کړي، بلکې د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي پرمختګ به هم ژور منفي اغېز ولري.
