افغانستان

راپور: د ټاپي ګاز نل لیکه هرات ته نږدې شوې؛ د ۲۰۲۶ کال تر پایه یې د فعالېدو اعلان شوی

د ازادي راډیو د راپور له مخې، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو لېږدولو ټاپي نل لیکه د هرات ښار شاوخوا ۲۲ کیلومترۍ ته رسېدلې ده.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د دې نل لیکې د جوړولو چارې د هرات لوېدیځ ته یوې سیمې ته رسېدلې دي. ترکمنستان اعلان کړی چې ټاپي پروژه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه فعاله شي.

د راپور له مخې، د دې پروژې د هرات برخې لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره دی او د جوړولو پر مهال له ناچاودو مهماتو سره د مخ کېدو په ګډون بېلابېلې ستونزې هم رامنځته شوې دي.

د ټاپي نل لیکه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ټاکل شوې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان ګاز ولېږدوي.

افغانستان به د دې پروژې له لارې د ګازو د ترلاسه کولو ترڅنګ، که نل لیکه پاکستان او هند ته وغځول شي، هر کال سلګونه میلیونه ډالره د ترانزیټ حق هم ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *