Home افغانستان د یوناما سرپرسته وایي،  له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته ۱۶ میلیارده ډالره مرسته شوې
افغانستان

د یوناما سرپرسته وایي،  له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته ۱۶ میلیارده ډالره مرسته شوې

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرستې جورجت ګانیون ویلي، چې نړۍوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته ۱۶ میلیارده ډالره مالي مرسته کړې، خو لا هم د هېواد بشري اړتیاوې پراخې دي.

ګانیون په یوه  ټلوېزیون مرکه کې ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي، خو د افغانستان دوه پر درېیمه برخه وګړي لا هم د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.

هغې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره تعامل زیات کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د دغه هېواد پرېښودل او انزوا به د ځوان نسل راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.

د یوناما مشرې ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو سره د جوړښتي تعامل لپاره سپارښتنې کړې وې، خو د مشروعیت، له ترهګرۍ سره مبارزې، نړۍوالو ژمنو او ټولشموله حکومت په برخو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ګانیون همداراز د نجونو د زده کړو بندیز او د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونه د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره په ټکر کې بللي او ویلي یې دي، چې افغانستان لا هم یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د دولتي ښوونځیو د زده کړو اجازه نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version